د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي د ملګرو ملتونو لخوا پر دې هېواد د وسلو د خرڅولو بندېز د اکتبر پر ۱۸ مه د هغه نړیوال تړون ترمخه ختم شو چې تهران په ۲۰۱۵م کال کې د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره کړی وو.
یاد وزارت په یو بیان کې دا اعلان کړی او ویلي یې دي چې ایران ته د وسلو منتقل کولو، له دې سره تړلو هلوځلو او دې هېواد ته پر مالي راکړه ورکړه بندېز پخپله ختم شو.
امریکا پر ایران د وسلو بندېز د ختمېدو سخت مخالفت کړی او د ایران لخوا په ممکنه توګه د وسلو د اخیستلو غندنه یې کړې چې د واشنګټن په اند د نړۍ امنیت له خطر سره مخ کوي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې بیان کې ویلي چې دا هېواد په بیړه کې د وسلو اخیستلو ته اړتیا نه لري.
بلخوا د دې اوونۍ په سر کې د ایراني ولسمشر حسن روحاني په ګډون یو شمېر چارواکو د وسلو بندېز په ختمېدو لا له وړاندې د خوشالۍ څرګندونې کړې وې.