د سوات پوليس ادعا کوي چې له پوليسو سره په نښته کې يو وسله وال وژل شوی او يو پوليسو والا زخمي دي.
د سوات پوليسو مشر ډي پي او قاسم علي خان نن مشال راډیو ته وويل چې نن سهار په منګلور کې د پوليسو د ګزمې پر مهال يو تن ډزې وکړي چې د پولیسو په ځوابي برید کې ووژل شو او يو بل ملګری یې زخمي شو. هغه زیاته کړه چې لومړۍ پلټنې ښيي چې دغه کس شوکمار دی او له هېڅ ترهګرې ډلې سره تړاو نه لري.