"د قره باغ په جګړه کې د تېلو يوه نلليکه په نښه شوې"

د نړیوالو لخوا د جګړې درولو پر غوښتنې سربېره دواړو هېوادونو سخته جګړه کړې او په ناګورنو قره باغ سیمه کې يې پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د اذربايجان لوی څارنوالي د اکتوبر پر شپږمه اعلان وکړ چې له دې هېواد څخه په بېلې کړل شوې سيمې ناګورنو قره باغ او شاوخوا سيمو کې د ارمينيا او ازربایجان ترمنځ جګړه کې يوه نلليکه په نښه شوې ده.

د مشال راډيو د اذربايجان څانګې له راپور سره سم د لوی څارنوال دفتر ويلي چې د دې هېواد په ايولاخ سيمه کې غځېدلې د باکو – تبليسي – څيهان د تېلو نلليکې پر بېلا بېلو برخو راکټي بريدونه شوي.

د نړیوالو لخوا د جګړې درولو پر غوښتنې سربېره دواړو هېوادونو سخته جګړه کړې او په ناګورنو قره باغ سیمه کې يې پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د ارمينيا د دفاع وزارت ویاند شوشان شتیپانیان ويلي چې د شپې له خوا د ناګورنو قره باغ مرکز شتيپاناکېرت د لنډې مودې لپاره ارام و چې د اذربایجان ځواکونو بیا راکټي حملې پیل کړې.

له هغه وروسته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سېپټېمبر پر ۲۷مه جګړه پیل شوې، دواړو لوريو د لسګونو ولسي وګړو په ګډون د لږ تر لږه ۲۴۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.