په هلمند کې موټر بم برید نهه تنه وژلي

په بريد کې يو ماشوم او درې امنيتي سرتېري ژوبل دي. (انځور له ارشیفه)

يو افغان چارواکي وايي، په هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته ځانمرګي موټر بم بريد کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي.

د هلمند والي وياند عمر ځواک وويل چې تيره شپه ناوخته په نهر سراج ولسوالۍ کې په ځانمرګې بريد کې د دوو ښځو په ګډون څلور ملکې وګړي هم ووژل شوي دي.

په بريد کې يو ماشوم او درې امنيتي سرتېري ژوبل دي.

د بريد ذمه واري چا نه ده منلې خو طالبان د هلمند ولايت په زياترو سيمو کنټرول لري.

دا بريد په داسې حال کې شوې چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې دوام لري.

د سولې خبري د سېپټېمبر پر ۱۲مه پيل شوي وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يوناما ترمخه د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې له ۱۲۸۰ زيات ولسي وګړي وژل شوي دي.