د افغانستان او پاکستان د کمې شوې سوداګرۍ وجه څه ده؟

د جولای په مياشت کې په تورخم کې ولاړ ټرکونه

افغان چارواکي‌وايي‌ پاکستان سره بې ثباتو اړيکو مجبوره کړي چې د مرکزي اسيا او ایران سره سوداګري زیاته کړي. د دوی په وېنا له دې امله د اسلام اباد او کابل تجارتي راکړه ورکړه کمه شوې ده.

د افغانستان د تجارت وزارت وياند، جاويد دبیر وايي‌ د پايداره ښو اړيکو د نشتوالي له امله افغان حکومت کوښښ کړی چې پر پاکستان د خپل ضرورت تکيه کمه او نورو هېوادونو ته مخ کړي. هغه د سپتمبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ هرکال پاکستان ته د ۴۰۰ ميليونو ډالرو برامدات کوو. دا شمېره لا نوره هم مخ پر زیاتېدو ده. خو له پاکستانه د سامانونو راوړل ډېر کم شوي دي. په ۲۰۱۸ کال کې مو له پاکستانه د دوه اربو ډالرو مال راوړ خو تېر کال دا تجارت د يو ارب ډالرو وو. يو خو په پاکستان کې زموږ تجارانو ته ځيني ستونزې وي او بله دا چې موږ د نورو هېوادونو سره خپلې تجارتي لارې پراخه کړې دي. د پاکستان تجارت زموږ د سوداګرو په ګټه نه وو نو ځکه یې کم کړی دی.))

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل اقتصادي پلان د تشريح په وخت په بيا بيا ويلي چې د خپل موقعيت په کارولو سره غواړي مرکزي اسيا سره اړيکې زیاتې او نړۍ سره ځان ونښلوي. د افغان حکومت تر مخه د دې لپاره د ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د رېل ګاډي پټلۍ کار تر نيمايي‌رسېدلی دی.

پاکستاني چارواکي دا هر څه ويني. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د سپتمبر په ۲۵مه يو شخصي ټيليويژن هم نيوز سره په خبرو کې وويل چې خپل مشران یې پوهه کړي چې که د تجارت په وړاندې خنډونه ختم شي نو له افغان او مرکزي اسيا له مارکيټه ورته د کال دوه اربه ډالر راتللی شي چې اوسمهال ورته د هغه په وېنا د پاکستان خراب اقتصاد سخت ضرورت لري.

ورته خبرې د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سپتمبر په ۲۹مه په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ ته په وېنا کې وکړي. هغه زیاته کړه. ((زه د پاکستان لپاره ډېرې موقعې وينم کله چې یې غربي خواته ګورم. یعنې افغانستان ته چې ګورم او کله چې مرکزي اسيا ته ګورم نو وينم چې د پاکستان لپاره د اقتصادي ګټې ډېرې موقعې دي. د پاکستان لپاره د تجارت ډيرې زیاتې موقعې دي. که موږ غواړو اقتصادي وده وکړو نو سوله ډېره ضروري ده.))

‌شاه محمود قریشي دا خبرې هغه وخت وکړي چې د افغانستان د سولې او روغې جوړې د شورا مشر ډاکټر عبدالله یې په څنګ کې ناست وو. هغه پاکستان سره د سولې او اقتصادي اړيکو د زياتولو لپاره په درې ورځني سفر اسلام اباد تللی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ شريکې خونې يا چيمبر اف کامرس مشر خان جان الکوزي هيله ښودلې چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي ستونزې حل کړي. د هغه په وېنا دوی غواړي دواړه هېوادونه یا مال وړونکو ډرايورانو ته يا اوږدمهاله وېزې ورکړي او يا هم د داخلېدو په وخت یې ورته ولګوي چې سفارتونو ته یې تګ ته ضرورت پېښ نه شي. نوموړي د سپتمبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې په وچه کې د ایسار افغانستان تجارانو لپاره د کراچۍ بندر تر ټولو نيزدي او ګټوره لاره ده چې بايد د خرابو سیاسي اړيکو له اثره په امان وي. ((په تېرو شپږو مياشتو کې د پاکستان سره زموږ تجارت د تېر کال په نسبت نور هم کم شوی دی. تقریبا ديرش فیصده کم شوی دی. پر تورخم د ډېر وخت لپاره ټرکونه ولاړ وي. په باړه کې یې هم وردوي. دا ستونزې شته دي خو زما هيله دا ده چې د پاکستان د نوې پالیسۍ له مخې به دا مشکلات حل شي.))

پاکستان هند ته د تلونکو افغان مالونو لپاره واهګه بارډر پرانیستی دی. همداراز د تورخم، چمن، باديني، غلام خان،‌ انګور اډې او خرلاڅو لارې یې هم د سوداګرۍ لپاره پرانیستي دي. خو سوداګر وايي چې پر دې لارو د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره ځيني بنديزونه دي چې له وجې یې د دوی مالونه ډير ځنډيږي.

د تورخم پر لار تجارت کوونکي، زاهد شينواري د سيپتمبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې اوسمهال افغانستان ته تلونکي مالونه د کاغذونو د کتو او کسټم يا ګمرک ضرورتونو پوره کولو لپاره خوا او شا دوه مياشتې په پاکستان کې بند پاتې وي. ((د مسايلو حلولو لپاره بايد اول بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې په ۲۰۱۰ کال کې کومه تجارتي معاهده (ټرانزیټ ټرېډ اګريمنټ) شوې، هغه نوې کړل شي. په پالیسيوو کې بايد بدلون وشي. مثلا افغانستان پر پاکستاني مالونو ډير زیات محصول لګولی چې بايد کم شي. د پاکستان له خوا بايد افغان تجارانو ته له خپلو سختو قوانينو برات ورکړي. په دې کې تجارتي قوانين هم دي او بهرنۍ پالیسۍ سره تړلې هم. لکه وېزې ورکول بايد اسانه شي.))

مشال راډيو ته د افغانستان او پاکستان د شريک چيمبر اف کامرس يا سوداګرۍ خونې څخه رسېدلي معلومات ښيي‌چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو ډير تجارت په ۲۰۱۷ کې شوی وو چې له دوه اربه ډالرو څخه اوښت. دغه کچې ته د سوداګرۍ بيا رسولو لپاره د دواړو هېوادونو په پارليمانونو کې کمېټې جوړې شوې چې وخت په وخت د تجارانو سره د ملاقاتونو له لارې د دوی ستونزې حکومت ته د حل لپاره رسوي.