د فرانسې د کورنيو چارو وزير وايي، په پاریس کې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د طنزیه مجلې شارلي ابدو له پخوانيو دفترنو سره نږدې په چړو د دوو کسانو د ژوبلو پېښه، د يو ترهګر بريد په څېر ارزول کېږي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير جېرلډ ډرمېنن د سېپټېمبر پر ۲۵مه وويل چې دغه پېښه "د اسلامي ترهګرۍ واضحه فعل دی". د نوموړي په وینا خبره ښکاره ده خو په دې کې لږ ډېر شک شته.
نوموړي له فرانس ـ ټو ټېلېويژن سره په مرکه کې وويل چې دا يې د هیواد خبريالانو او ټولنې خلاف يو نوی خونړی بريد دی.
د کورنيو چارو وزير ويلي، د پېښې مرکزي ملزم چې ۱۸ کلن دی، ګمان کېږي چې درې کاله مخکې په کم عمرۍ کې له پاکستانه راغلی.
البته د دې تن بشپړ شناخت معلومول لا هم روان دي.
د يادونې وړ ده چې مشکوکه بريدګر هغه وخت ونيول شو چې د پېښې له ځايه ډېر لرې نه و او جامې یې په وینو ککړې وې.
د پېښې له ځای سره نېږدې يو بلېډ هم مېندل شوی.
له مرکزي ملزم سره د ممکنه رابطو په تور يو الجیريايي وګړی هم نيول شوی.
پر دې سربيره په پاریس کې چې په کوم کور کې مشکوکه بريدګر اوسېدو، په هغه د چاپې پر مهال پنځه نور کسان په حراست کې اخېستل شوي. د هغو په اړه هم ویل کېږي چې پاکستانيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ناڅرګنده کسانو لخوا د چړو په برید کې څلور کسان ټپیان شوي ول.
پولیس وایي، دا پېښه د طنزیه ورځپاڼې "شارلي ایبدو" د دفتر خوا ته په سیمه کې رامنځ ته شوې وه.
اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس د سېپټېمبر پر ۲۵مه خبر ورکړ چې پولیس د پاریس ختيځه برخه کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
یاده دې وي چې په ۲۰۱۵ز کال کې په دغه دفتر په ترهګر برید کې ۱۲ کسان وژل شوي ول.