ً"د جنسي تېري ضد پېښو مخنیوي په اړه باید عملي کار وشي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېپټمبر پر نهمه د شپې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې يوه ښځه له خپلو دريو بچيو سره له لاهوره په ګوجرانواله کې د خپلې خسرګنۍ پر لور روانه وه چې له ګوجر پورې سيمې سره يې په موټر کې تيل ختم شو او د لاهور او سيالکوټ په موټروې ودريده. د رپورټونه له مخې، څه شيبه وروسته ۲ وسله والو د بچیو مخې ته پر دې ښځې جنسي تيری وکړ او پېسې او زيورات يې ترې هم واخيستل. د دې پېښې پرضد او د ملزمانو نیولو لپاره د سېپټمبر پر ۱۱مه او ۱۲مه په پيښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ په ګډون د ملک په يو شمير نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې. ​د بشري حقونو کارکونکي وایي باید حکومت د داسې پېښو د مخنیوی وکړي او ککړو تنانو ته دې سزاګانې ورکړل شي. پر دې موضوع په تاندې هیلې خپرونه کې خبرې شوی دي.