افغان چارواکي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین مشال راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د کابل لپاره د طالبانو سرې قطعې مرستیال او یو بل قوماندان وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: "ګډو امنیتي ځواکونو په سروبي ولسوالۍ کې هدفمند عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د کابل ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان غیرتالله چې په ملا سنګین مشهور و، له یو بل قوماندان صلاحالدین صادق سره یو ځای وژل شوی."
ارین زیاته کړه چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.