په کراچۍ کې امنیتي ادارو د ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې یو خبریال بلال فاروقي د پوځ سپکاوي په تور نیولی دی.
رویټرز خبري اژانس د سېپټېمبر پر ۱۱مه د پولیسو یو راپور پر اساس لیکلي دي چې په بلال فاروقي په سوشل میډیا د پاکستان پوځ د بدنامولو، نفرت خورولو او پوځ پر ضد خلکو د راپارولو تورونه پورې شوي دي.
په پاکستان کې خبریالان او د بیان د ازادۍ فعالان د پاکستان په پوځ تورې پورې کوي چې د ځان پر ضد د نیوکو مخنیوي لپاره يې د میډیا په ادارو فشار ډېر کړی دی.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنر هم تیره اونۍ په پاکستان کې د خبریالانو او حقونو د فعالانو پر ضد د تشدد په پېښو د خپلې فکرمندۍ څرګندونه کړې ده او په یو بیان کې یې د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې د خبریالانو ژغورنې یقیني کړي.