ایران کې د کډوالو پر ګاډي د سرتېرو برید کې د سوځېدلي هلک کیسه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ۲۰۲۰ز کال د جون پر درېیمه د ایران په یزد ولایت کې د ایرانیو سرتېرو تر ډزو وروسته د کډوالو یو موټر اور واخیست چې پکې ۱۷ کلن اکرم هم وسوځېد او ژوبل شو. په پېښه کې درې افغانان وژل شوي او اته ژوبل ول. د یزد چارواکو ویلي ول چې سرتېرو شک کړی وو چې په ګاډي کې نشه يي مواد او ناقانونه کډوال ول او تر هغې وروسته ورباندې ډزې وکړې چې ډرېور یې و نه درېد. دوی دا تور رد کړ چې ګواکې ګاډی یې سوځلی وو. اکرم چې ژوبل حالت کې روغتون ته انتقال شو نو هلته یې هم څو ورځې لاسونه په کټ پورې په اتکړیو (ولچکونو) کې تړلي ول. دی د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوسمهال د زده کړو ترڅنګ په خپلو پټیو کې کار هم کوي. هیلۍ اسد یې کور ته ورغلې او دا ویډیويي رپورټ یې جوړ کړی.