خلک مې تر غزلونو کاکړۍ زياتې خوښوي: شاه فاروق

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې د دې اوونۍ مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د بنو يو سندرغاړی شاه فاروق دی. نوموړی وايي، يوه موده شوه چې پېښور ته کډه شوی او هم له هغه ځايه خپل هنري کارونه مخ ته وړي. د فاروق په خبره، د بلوچستان د پښتون مېشته سيمو خلک د ده کاکړۍ زياتې خوښوي او همدا وجه ده چې هغوی يې خپلو پروګرامونو ته دعوت کوي. د شاه فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.