جنوبي وزیرستان کې بمي چاودنې درې پوځیان وژلي

برید د وزیرستان په شکتوی سيمې انار خېل ستررګزي کې شوی

د جنوبي وزيرستان شکتوی سيمې په انارخېل ستررګزي کې نن، د سېپټمبر پر درېمه د سړکغاړې یوې بمي چاودنې درې پوځيان وژلي او يو ژوبل دی.

د یادې سیمې د پوليسو ضلعي مشر شوکت علي نن مشال راډيو ته وويل چې پوځي ګاډي پر ګزمه وو چې ماين پر وچاود.

د پېښي وروسته په سيمه کې د ايف سي، پوځ او پوليسو ګډ عمليات روان دي.

د دې پېښي ذمه واري چا نه ده منلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۱مه هم په جنوبي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د یو برېګېډییر په ګډون درې پوځیان ژوبل شوي ول چې د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

بلخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي کې نن سهار د لرګیو ټال کې له چادونې دوه تنه ژوبل شوي دي.

شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې د بدامنۍ پېښې، بمي چادونې او هدفي بریدونه وخت په وخت دوام لري، چی پرضد یې ځايي پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي ځوانانو، مشرانو وخت په وخت لاریونونه او جرګې کړې او له دولته یې د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنی کړې دي.

حکومت او پوځ په وار وار ویلي، چې دغلته اوس امن بحال شوی او د لږ او ډېر داسې وقعاتو مخنیوي هڅې روانې دي.