کابل د افغانستان-پاکستان غونډې کوربه

د افغانستان او پاکستان جنډۍ

د سولې او يووالي لپاره د پاکستان او افغانستان د عمل د پلان څارنې دوهمه غونډه نن په کابل کې کېږي.

د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزارتونو د اګست پر ۳۰ مه نېټه په خپلو بيانونو کې ويلي چې د پاکستان د ډلې مشري به د دې هېواد بهرنيو چارو سېکټر سهېل احمد او د افغانستان د ډلې مشري به د بهرنيو چارو مرستيال وزير ميروايس ناب کوي.

پاکستان په یوه بيان کې ویلي چې پينځه کاري ډلې به د پخوانيو شويو بحثونو او فيصلو جاج اخلي. دا چوکاټ چې د سولې لپاره د پاکستان او افغانستان د عمل پلان نومېږي په ۲۰۱۸زکال جوړ شوی وو چې پکې د دوه اړخيزه همکاريو په اړه د ادارو په کچه رابطو ته دوام ورکول کېږي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ويل شوي چې په پينځو چوکاټونه د سياست او سفارت کارۍ، د پوځونو، استخباراتو، اقتصاد او کډوالو په چارو کې پر همږغۍ توجو ورکول دي.