په پښین کې وړیا هنري زده کړې ورکول کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان حکومت (د هنرمند بلوچستان پروګرام) له لارې د بلوچستان ټولنیزې ښېګړې په مرسته بې وزلو ځوانانو ته هنري زده کړې ورکوي. ادارې د بلوچستان په نهه ضلعو کې خپل کار پېل کړی او غواړي چې نورو سیمو ته يې هم وغځوي. د هنر زده کولو وروسته ځوانانو ته تر پېنځه لکو روپیو پورې پور هم ورکول کېږي. د بلوچستان پښین ضلعې ځوانان هنري زده کړو ته خوشحاله دي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیویي راپور وګورئ.