په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۶۱۷ مثبتو پېښو له ثبتېدو سره د رسمي پېښو شمېر دوه لاکه ۸۹ زره ۸۳۱ ته رسېدلی دی.
د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه حکومتي ويبپاڼې د اګست پر ۱۸مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ناروغۍ ۱۵ نور کسان مړه شوي دي چې ورسره د مړیو شمېر ۶،۱۹۰ ته لوړ شوی دی.
ويبپاڼه وايي، له ناروغۍ څخه تر اوسه ۲۷۰،۰۰۹ کسان رغېدلي هم دي.
د پاکستان حکومت د پېښو کمېدو ته په کتو د اګست له ۱۰مې څخه د ټولو محدودیتونو لیرې کولو اعلان وکړ او هغه ټول کاروبارونه یې بیا پرانیستل چې بند یا تر محدودیتونو لاندې ول.
البته حکومت رستورانونو، هوټلونو او نورو کاروبارونو ته د احتیاطي لارښوونو عملي کولو سپارښتنه کړې.
په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې
په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۷۷۴،۰۹۳ ته رسېدلی دی.
د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د اګست تر ۱۸مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۱ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۳ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.
کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.
د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.
په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.