مایک پامپېو: ایران طالبانو ته وسلې ورکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تور پوې کړی چې ایران اوس هم له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي. مایک پامپېو د اګست پر ۱۲مه د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، پخوا روسیې هم له طالبانو سره پوځي مرسته کړې. د پامپېو د څرګندونو په اړه تهران او مسکو سمدستي څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا تورونه بې بنسټه بللي. طالبانو هم په تېرو وختونو کې ویلي چې روسیه یې یوازې اخلاقي ملاتړ کوي. له نوموړي سره د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې خبریال رېمنډ فرلانګ د ویډیويي مرکې پښتو بڼه وګورئ.