افغانستان: بېلا بېلو پېښو کې د وسله والو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي

چارواکي وايي په پکتیا کې پر سرتېرو تر برید وروسته نښته وشوه

چارواکي وايي، د افغانستان په پکتیا، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو او له حکومتي ځواکونو سره د وسله والو په نښتو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شوي دي.

د دوی په خبره، په وژلیو کې وسله وال طالبان او ملکي وګړي شامل دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ وایي د اګست شپږمې پر سهار په احمد خېلو ولسوالۍ کې لومړی د ماین چاودنه وشوه او بیا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې اووه وسله وال ووژل شول.

له کاپیسا څخه امنیتي سرچینو د اګست پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو د ملي پاڅون د یوه سیمه ییز قوماندان سیف الدین پر کور برید کړی چې پکې نوموړی له درو ساتونکو سره وژل شوی.

په دې برید کې د هغه د کورنۍ درې ښځینه غړې هم وژل شوې دي.

ویل کېږي په متقابلو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ-‌ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نه‌ دی.

اخوا له بدخشانه هم رپورټونه وايي چې افغان ځواکونو په جرم ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د بریدونو مخه نیولې او د نښتې پر مهال یو وسله وال وژل شوی او درې ژوبل دي.

طالبانو لا د حکومتي دعوو او حملو په اړه څه نه دي ویلي.