نړۍ کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر ۷۰۰،۰۰۰ ته ورسېد

تر امریکا او برازیل وروسته تر ټولو زیاتې پېښې په هند کې ثبت شوي

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړو شمېر ۷۰۱،۰۸۵ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، د اګست تر پېنځمې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۱۸.۴ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۱ میلیونه زیات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې ثبت شوې دي.

تر هغې وروسته زیاتې پېښې په برازیل او هند کې ثبت شوې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د مارچ پر ۱۱مه د کورونا وایرس ناروغي جهاني وبا وبلله.