د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اګست پر درېيمه ماښام په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د وېډیویي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اګست پر درېيمه پر خپل ټویټر لیکلي چې "دواړو لورو د بینالافغاني مذاکراتو د پیل په اړه بحث درلود او د افغان حکومت لخوا یې د پاتې بندیانو خوشې کېدل مهم وبلل".
د نوموړي په وينا پامپیو د لوی اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان هرکلی وکړ.
امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې یو تړون لاسلیک کړه چې له مخې یې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د یو بل بندیانو په خلاصون سره باید بین الافغاني خبرې پیل شي.
تر اوسه طالبانو ۱۰۰۰ حکومتي بندیان خوشې کړي خو افغان حکومت ۴،۶۰۰ بندیان خوشې کړي او وایي د ۴۰۰ پاتې بندیانو د خوشې کېدو په اړه به مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه بل ټویټ کې د افغان حکومت هغه ادعا رد کړې چې وایي طالبانو د اختر د درې ورځني اوربند څخه سرغړونه کړې ده.