په کورمه کې د جولای پر ۳۰مه په یوه ټرافيکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، له ډرېوره ګاډې بې قابو شو او پر لاره له دېوال سره وجنګېد.
دوی وايي، د سپرلیو دا ګاډې له غازي پټۍ څخه اکاخېلو ته روان وو.
ټپیان د پاړه چينار روغتون ته رسول شوي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د روغتون یو چارواکی وايي، په ټپيانو کې د دوو کسانو حالت ښه نه دی.