یو افغان امنیتي چارواکی وايي، د جولای ۱۹مې شپې مهال وسله والو د پکتیکا په وازېخوا او اورګون ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې تر هغې وروسته په نښتو کې لږ تر لږه اته مشکوک وسله وال وژل شوي.
د تندر قول اردو د رسنیو د دفتر مشر جګړن اېمل خان مومند د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، افغان سرتېرو په نښتو کې وسله وال په شا وتمبول.
دی په نښتو د اووه وسله والو د ژوبلېدو دعوه کوي.
مومند زیاتوي چې وسله والو د وازېخوا په مرجاني او د اورګون په شیخانو کې پر افغان ملي امنیتي سرتېرو حملې وکړې.
وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.