"ترکي له شامه لیبیا ته وسله ‌وال استولي"

امریکا وايي، ترکیې په دريو مياشتو کې ليبيا ته ۳۵۰۰ شامي جنګيالې ليږلي. (لیبیايي پوځیان)

د امريکا پوځ وايي، ترکيې د ۲۰۲۰ز کال په لومړيو دريو مياشتو کې ليبيا ته ۳۵۰۰ شامي جنګيالې ليږلي چې هلته په نړيواله کچه پيژندل شوي حکومت سره د ياغي قومندان په وړاندې کورنۍ جګړه کې مرسته وکړي.

د دفاع وزارت دا رپورټ اسوشېټیډ پریس د جولای پر ۱۷مه ترلاسه کړی دی.

په دې کې په ليبيا کې د ترکيې په اړه تفصيل ورکړل شوی او لیکل شوي چې په هغه هېواد کې یې د جګړې لارې بدلولو کې مرسته کړې.

په ليبيا کې ياغي قومندان خليفه حفتر د هېواد په ختيځ کې په نړيواله کچه پيژندل شوي حکومت ضد جنګېږي. د ترکېي ترڅنګ قطر او اټلي د حکومت مرسته کوي.

بلخوا روس، فرانس، مصر، اردن او متحده عرب امارات د ياغي قومندان حفتر ملاتړي دي.