د ارمنیا او اذربایجان سرحدي نښتو کې ۱۱ پوځیان وژل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ارمینا او ازبایجان ترمنځ له تېرو پنځو ورځو راهیسې سرحدي نښتې دوام لري چې پکې تر نن (جولای ۱۶مې) پورې د دواړو خواوو لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي. دواړه هېوادونه په یو بل د دې نښتو د پیل کولو تورونه لګوي. ارمینیا او اذربایجان چې د پخواني شوروي اتحاد غړي وو، د نګورنو کاراباغ لانجمنې سیمې په سر یې د ۱۹۸۸ز کال څخه تر ۱۹۹۴ز کال پورې جنګ کړی دی. په دې هکله نور تفصیل درته زمونږ همکار منورشاه د مشال رېډيو د خبري مرکزي څانګې په دې ویډیوي رپورټ کې درکوي.