بیجنګ د امريکا له خوا پر چينايي چارواکو د ویزې د بندیزونو او شتمنیو کنګلولو په غبرګون پر يوې امريکايي ادارې، درې رېپبليکن سياستوالانو او یو سفیر ورته بندیزونه لګولي دي.
د چين بهرنيوو چارو وزارت د جولای پر ۱۳مه وویل، امريکا يې په داخلي چارو کې لاسوهنه کړې نو ځکه يې د چين لپاره د امريکا د کانګرس کمېشن، د امريکا د بهرنيوو چارو د مذهبي ازادۍ لپاره ځانګړی استازی سېم براون بېک، د رېپبليکن ګوند سېنيټران مارکو روبيو، ټېډ کروز او کرېس سمېت بنديزونه لګولي دي.
امريکا د جولای پر نهمه پر ځينو لوړپوړو چينايي چارواکو د ویزو بندیز ولګاوه او پر خپله خاوره یې د هغوی د شتمنیو د کنګلولو اعلان وکړ.
د دې بندیزونو وجه په چين کې د يوغور مسلمانانو په اړه د چين مبيينه متعصبه چلند او په هانګ کانګ کې د ملي امنیت د یوه نوي قانون له لارې د خلکو د حقونو سرغړونه ښوول شوې چې بیجنګ یې په خپلو کورنیو چارو کې مداخله بولي.
د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د امریکا او چین ترمنځ تعلقات ترینګلي شوي دي.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په بیا بیا چین د وایرس خپراوي لپاره تورن کړی خو بیجنګ دا تور بې بنسټه بللی.
د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې.
وایرس وروسته د نړۍ زیاتره برخو ته خپور شو.
کووېډ-۱۹ ناروغۍ امریکا تر ټولو زیاته خپلې ده.