په شمالي وزیرستان کې په وسله واله نښته کې څلور امنیتي سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي دي.
د سیمې یوه امنیتي چارواکي د جولای پر ۱۲مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د اتوار پر ورځ د وزیرستان په بویه کې شوې.
د ده په وینا، سرتېري د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسله والو پر ضد عملیاتو ته روان ول چې نښته وشوه.
وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو او پر امنیتي سرتېرو د حملو یو شمېر پېښې شوې دي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات وکړل.
پوځ وايي، قبایلي سیمې یې له وسله والو ډلو پاکې کړې دي.