د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل کې د جولای پر۱۰مه شام ته د بشري مرستو د رسولو په اړه قرارداد منظور نه شو.
د جولای پر ۱۰مه دغه قرارداد ویټو کړ.
دا دویم ځل و چې بیجنګ او ماسکو د ترکیې په دوه لارو شام ته د مرستو رسولو په اړه قرارداد ویټو کولو سره درولو.
د سلامتي کونسل ۱۵ غړیو په هیوادونو کې ۱۳ هغو یې د جرمني او بلجیم لخوا تیارې شوې مسودې په حمایت کې رایې ورکړې خو چین او روس یې په مخالفت کې ووټ ورکړ.
د دې په مقابل کې د ماسکو لخوا تیاره شوی مسوده وه چې دریو هیوادونو یې په ملاتړ کې رایې ورکړې.
په مسوده کې د مرستو لپاره لاره یوې ته راکمه شوې وه.
ملګرو ملتونو او یوې بلې غیر حکومتي ادارې اکسفیم ویلي، د مرستو په نه رسېدو سره به د شام په میلینونو کورنۍ متاثره شي.