په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمير ۱۹۲،۹۷۰ ته رسېدلې ده.
د کورونا وايرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي ويبپاڼې ترمخه تر نن سهاره ( د جون تر ۲۵مې) پورې د کورونا وايرس له وجې ۳،۹۰۳ (درې زره نهه سوه درې) کسان مړه شوي او له (يو اتيا زرو) زيات کسان بېرته رغېدلي دي.
د ويبپاڼې ترمخه په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وايرس ۴۰۴۴ نوي کيسونه ثبت شوي دي.
بلخوا وزيراعظم عمران خان خبرداري ورکړي که چري ولس د کورونا وايرس مخنيوي لپاره پر حکومتې لارښونو عمل ونشو نو پر روغتونونو به بوج ډير زيات شي.
په اسلام اباد کې نن د جون پر ۲۵مه د رضاکارانو ډلې په وينا کې وويل چې خلک دې د کورونا وايرس په اړه احتياطې تدابيرو په ارزښت ځان پوه کړي او د وايرس مخنيوي په غرض حکومتي لارښونې عمل کړي.
وزيراعظم زياته کړه چې راتلونکې جولای مياشت ډېر مهمه ده او که چېرې ولس په احتياطې تدابيرو عمل وکړو نو د وبا په شدت کې به کمې راشي.
په همدې حال کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې سمارټ لاک ډاون يا احتياطي ټولبند عملي شوي چې د کورونا وايرس خپرېدو مخنيوي غرض لګول شوي.
اخوا د امريکا جونز هاپکېنز پوهنتون له شميرو ترمخه په افغانستان کې تر نن سهاره ( د جون تر ۲۵مې) پورې د کورونا وايرس مثبتو پيښو شمير ۲۹۶۴۰ ته رسېدلی دی.
په هغه هېواد کې د وايرس له وجې ۶۳۹ کسان مړه شوي خو ۹۸۶۹ کسان روغ شوي هم دي.