بریتانیا: په چاړه د وژنو په تور یو ۲۵ کلن ځوان ونیول شو

ارشیف

په بریتانیا کې د هغه برید په تور یو ۲۵ کلن ځوان نیول شوی چې درې کسان پکې ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د چړې برید د شنبې په ورځ ماښام د ریډینګ ښار په فوربي باغ کې وشو.

دا ښار له لندنه ۶۴ کیلو متره واټن کې پروت دی.

د بریتانیا پولیسو د اتوار له غرمې وروسته دا یو ترهګریز برید یاد کړ او ویې‌ویل، انګېزه‌ یې لا معلومه نه‌ ده.

پولیسو د نیول شوي کس پېژندګلو نه‌ ده په ډاګه کړې، خو بریتانوي رسنیو ویلي، دا ځوان خیري سعدالله نومېږي او لیبیایي پناه غوښتونکی دی.