د خیبر پښتونخوا د سوات پولیس وايي چې هلته داسې یوه ښځه او د هغې مېړه وژل شوي چې په خپله خوښه یې واده کړی وو.
د سوات د کبل تحصيل تاڼې محرر شهزاده نن مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه بېګا په قلاګۍ سیمه کې شوې ده. ده وویل چې وژل شویو څو میاشتې وړاندې واده کړی وو او اوس له کراچۍ څخه بیرته خپل کلي ته ستانه شوي وو.
پولیس وايي د قتل په تور کې یې دوه ملزمان نیولي او د څلور نورو نیولو هڅې روانې دي.