موسمي بدلون په زيارت کې د الوبالو پيداروار اغېزمن کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان زیارت (غوڅکۍ) سیمه کې د موسمي بدلون له کبله سږ کال د الوبالو (سرکۍ یا چېري هم بلل کېږي) پيدار کم شوی ځکه چې د تېر سپرلي کې ډېرو يخونو د ونو ګلان وهلي دي. یاده سیمه کې ۱۴۴۰ جریبه د الوبالو باغونه دي چې د کاله ۶۲۳ ټنه چېرۍ پيدا کوي چې د ډېریو خلګو د معاش ذریعه هم ده. خو د موسمي بدلون د بد اغېز له کبله اټکل کېږي چې سږ کال د ۴۰۰ ټنه په شاه وخوا کې چېرۍ وکړي. په دې اړه صمدشبنم راپور چمتو کړی.