د اروپا يوشمېر هېوادونو خپلې پولې بېرته پرانيستلي

د پاریس پر هوايي ډګر مساپر د پراوزونو په انتظار

د اروپا يوشمېر هېوادونو خپلې پولې د نورو اروپایي هېوادونو پرمخ بیرته پرانيستلي دي.

دغه پولې د کورونا وايرس د خپرېدو له امله له درېیو میاشتیو راهیسې د لګول شویو محدودیتونو پر مهال تړل شوې وې.

د دغو هېوادونو له ډلې جرمني، بلجیم، فرانس، یونان او چېک جمهوریت د جون پر ۱۵مه خپلې پولې پرانیستلې او اسټريا به د جون پر ۱۶مه دا اقدام کوي.

د اروپا يوشمېر هېوادونه خپلې پولې په داسې حال کې پرانېزي چې اروپایي کمېسیون تېره اوونۍ د دې اتحاديې غړیو هېوادونو ته سپارښتنه کړې وه چې تر ممکنه حده خپلې پولې بېرته پرانېزي.

خو د دغو پولو له پرانیستلو سره سره هر هېواد د کورونا وايرس د ازموینې، کرنتين او د سفر کولو ځانګړو سپارښتونو په ګډون ځانته مقررات لري.