د روس بهرنیو او دفاع چارو وزيران به د جون پر ۱۴ مه د خبرو اترو لپاره ترکي ته سفر کوي او تمه ده چې د بحث مهمه موضوع به د ليبيا د شخړه وي.
ترکي په طرابلس کې د ملګرو ملتونو د منل شوي د ګورنېمېنټ اف نېنشل اېکارډ په نوم د ملي حکومت ملاتړ کوي خو روس، مصر او متحده عرب امارات د هېواد په مشرق کې د خليفه حفتار د جنګياليو ملاتړي دي.
دواړه غاړې وايي چې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاروف او دفاع وزير سرګی شيوګو استنبول ته پر تګ د ولسمشر ولاديمير پوتن او د هغه ترکي سيال رجب طيب اردغان ترمنځ په شوي ملاقات کې سلا شوې وه.
د ترکي سرکاري ټيليويژن ټی ار ټي د دې هېواد بهرنيو چارو وزير له قوله ويلي چې روسي پلاوی سره به سلا مشورې کوي او ورسره به د سميزو چارو پر همغاړي کولو خبرې کوي.