د پاکستان کرکټ پخوانی لوبډلمشر شاهد اپرېدی کورونا وهلی

شاهد اپرېدی

د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبډلمشر شاهد اپریدی پر کورونا وایرس اخته شوی دی.

نوموړي د جون پر ۱۳مه پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي، له تېرو څو ورځو یې طبیعت ښه نه دی، د تېرې پنجشنبې ورځې نه یې ځان خوږېږي او له ټېسټ وروسته یې نتیجه مثبته راغلې ده.

هغه له خپلو مینه والو غوښتي چې د روغتيا لپاره یې دعا وکړي.

شاهد اپرېدي په دې وروستیو کې په خپل نوم یو خیریه بنسټ جوړ کړی چې د کورونا په ورځو کې یې هم د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير، د خېبر پښتونخوا په قبايلي سيمو او د بلوچستان په ځېنو سيمو کې يې په یو شمېر ښارونو کې پر بېوزلو مرستې وېشلې.

پاکستان کې ځینې خلک وايي، شاهد اپرېدی په راتلونکې کې سیاست ته راتلل غواړي نو ځکه یې خیریه کارونه پیل کړي دي خو نوموړي تېره اوونۍ په کوټه کې یوې غونډې ته ویلي و چې د هغه خیریه کارونو ته دې سیاسي رنګ نه ورکول کېږي.