هیوسټن - په امریکا کې د هغه تورپوستي جنازه شوې چې د پولیسو په حراست کې یې مړینه پر نړیوال کچ د لویو مظاهرو او په عدلي نظام کې د بدلونونو لپاره د غږ پورته کولو لامل شوه.
د جارج فلایډ جنازه د جون پر نهمه د ټېکسس ایالت په هیوسټن کې پر داسې حال شوې چې د توکمپالنې ضد مظاهرې روانې وې.
د نوموړي جنازې ته پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د فلایډ وژنه به په ټوله نړۍ کې توکمیز مساوات ته لار برابره کړي.
بایډن د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته د ډېموکراټ ګوند احتمالي نوماند دی.
جارج فلایډ د مې پر ۲۵مه، د مېنېسوټا ایالت په مېنیاپلېس ښار کې تر هغې وروسته ومړ چې یوه سپین پوستي پولیس یې پر غاړه زنګون ایښی وو او ده د سا اخیستو هڅې کولې.
له هغه راهیسې پر لارو او سړکونو مظاهرو، د پولیسو او د جنايي عدالت په نظامونو کې د اصلاحاتو غوښتنې وشوې.
د فلایډ د وژنې او د توکمپالنې ضد د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم پراخې مظاهرې وشوې چې پکې لسګونه زره خلکو ګډون وکړ.
د جون پر نهمه په پاریس کې په زرګونه کسانو لاریون وکړ او پر پلیکارډونو یې دا نعره لیکلې وه چې "د پولیسو زورزیاتی بند کړئ، د توکمپالنې مخه ونیسئ."
دوی د پاریس په پلاس دولا رېپبلېک میدان کې په علامتي ډول تر اتو منټونو او ۴۶ سیکنډونو غلي ودرېدل.
تر همدومره وخت پورې سپین پوستي پولیس ډېرېک شاوېن د فلایډ پر غاړه زنګون ایښی وو.
د دې پېښې ویډیو او انځورونو پر ټولنیزو رسنیو شور جوړ کړ.
پر شاوېن د قتل تور پورې شوی او هغه درې پولیس افسران چې په ویډیو کې ښکاري، په قتل کې په همکارۍ تورن شوي.
په واشنګټن کې د کانګرس غړو د جون پر اتمه د پولیسو د کار او څار په کړنلارو کې د پراخو اصلاحاتو وړاندیز وکړ او قانوني مسوده یې بحث ته وړاندې کړه.
دا په لسیزو کې د پولیسو په نظام کې د بدلون لپاره د اصلاحاتو بېساري وړاندیزونه بلل کېږي.