سټولټنبرګ د ناټو تړون د لا پیاوړتیا لارې چارې لټوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن دوشنبه به د دغه تړون د لا پیاوړتیا پر لارو چارو وینا وکړي. اټلانټیک کونسل او د امریکا جرمن مارشال فنډ د دې وینا لپاره موقع برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له جرمني نه د امریکايي ځواکونو د مبینه وتلو پر سر په ناټو کې شامل ځینو اروپايي هیوادونو اندېښنه ښودلې.

د امریکا چاپ والسټریت ژورنال د جون پر پنځمه نېټه لیکلي ول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري، له جرمني نهه نیم زره امریکايي سرتېري بیرته وروغواړي.

ټرمپ له اوږدې مودې راهېسې شکایت لري چې جرمني، د ناټو سره کړې خپله هغه ژمنه نه پوره کوي چې د خپل اقتصادي عاید دوه فیصده پانګه به پر پوځي اهدافو لګوي. د وزیراعظمې اینګلیلا میریکل حکومت که څه هم ژمنه کړې چې خپل نظامي لګښتونه به زیاتوي خو د ناټو اهدافو ته رسېدل به ښايي ۲۰۳۰ کال نه مخکې ممکن نه وي.