امریکا د چین مسافر وړونکو الوتکو ته د ورتګ اجازه نه ‌ورکوي

انځور له ارشیفه

امریکا پریکړه کړې چې د جون له ۱۶مې وروسته به د چین مسافروړونکو الوتکو ته اجازه ورنه کړي چې امریکا ته ورشي.

دا فشار د دې لپاره دی چې چين امریکایي الوتکې خپل هېواد ته نه ورپریږدي.

په امريکا کې د کورونا تر خپریدو وروسته چین د امریکایي الوتکو پروازونه وځنډول.

د امریکا ترانسپورت وزارت د جون پر درېيمه وویل چې چين د دواړو هیوادو ترمنځ د الوتنو له موافقې سرغړونه کړې ده.

بيجينګ تر دې مخکې د دوو امريکايي هوايي شرکتونوو يونايټيد او ډيلټا ايرلاینز د پروازونو بيا پېلولو غوښتنه رد کړه.