نېب دې د شهباز شریف د نیولو ډډه وکړي: لاهور های کورټ

شهباز شریف د خپلو کارکنانو په منځ کې

لاهور های کورټ د احتساب قامي اداری (نېب) ته امر کړی، چې تر ۱۷مه جونه دې د مسلم لیګ (ن) د مشر شهباز شریف د نیولو څخه ډده وکړي.

عدالت نن [د جون پر درېمه] تر ګرفتارۍ وړاندې ضمانت په اړه د شهباز شریف د خواست اورېدنه وکړه او نوموړی يې د پنځه لکو روپو په ضمانتي مچلکه خوشې کړ.

له عدالتي فېصلې وروسته د مسلم ليګ ن يو مخکښ احسن اقبال يو وارې بيا پر حکومت د انتقامي سياست کولو تورونه په پورې کولو سره په لاهور کې رسنيو ته وويل حکومت نیب د اپوزيشن ګوندونو نه انتقام اخيستو لپاره کاروي.

د احسن اقبال د تورونو په جواب کې د حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف پارليماني استازي صداقت علي عباسي مشال راډيو ته وويل نیب يوه خودمختاره اداره ده او د حکومت نه بلکه په خپله خوښه کار کوي.

د احتساب قامي اداره غواړي چې شهباز شریف له امدنه د زیاتو اثاثو په مقدمه کې ګرفتار کړي او د نهې پر ورځ یې په لاهور کې د هغه پر کور چاپه هم وهلې وه.

نیب د شهباز شریف پرضد د درغلۍ د یو شمیر قضیو پلټنې کوي خو نوموړی د درغلۍ تورونه ردوي او څلور میاشتې يې د یادې ادارې په حراست کې هم تېرې کړې دي.