روغتیاپالو ته په انلاین کنسرت پیروزینې

کاشان ادماني خپل انلاین کنسرټ ته له امريکا، برېتانيا، کانا‌‌‌‌‌‌ډا، روسيې، هند او پاکستانه مشهور سندرغاړي او سازنده وربللي ول

دمې پر ۲۷مه د پاکستاني موسيقار کاشان ادماني د "ای خدا" په نوم هغه سندره پر يوټيوب خپره شوه چې د نړۍ د شپږو نورو هېوادونو شاوخوا ۴۰ هنرمندانو له ده سره په يو انلاين کنسرټ کې وويله او وغږوله.

پاکستانۍ ‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼې د ادماني په حواله ليکلي، هنرمندان کولای شي د موسيقي له لارې خلکو ته يو هيله بښوونکی پيغام او مثبته انرژي ورکړي.

نوموړي زياته کړې، د نړۍ له هنرمندانو سره د ګډ کار هدف يې خلکو ته دا پيغام ورکول وو چې د کورونا وايرس په کړکېچن حالاتو کې هغوی د يووالي احساس او د دې ناروغۍ پر ضد مبارزه کې ملګرتيا وکړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتانه سندرغاړي ژر انلاین کنسرټ کوي



د کاشان ادماني په سندره کې له ده سره د امريکا، برېتانيا، کانا‌‌‌‌‌‌ډا، روسيې، هند او پاکستان مشهور سندرغاړي او د موسيقۍ د بېلا بېلو الاتو غږوونکي هنرمندان ملګري ول.

د انلاين کنسرټ دا ایډیا مې د سيمې له نومياليو سندرغاړو سره شريکه کړه.

سندرغاړی همايون خان وايي، ده او ځينو هنرمندانو ملګرو يې وار له مخه سلا کړې او ژر ده چې د يوه انلاين کنسرټ لپاره تيارۍ پيل کړي.

نوموړي زياته کړه، ده د پاکستان په کچه په يوشمېر هنري پروژو کې وخت په وخت برخه اخيستې او کولای شي چې خپله تجربه پښتنو هنرمندانو ملګرو سره شريکه او د خپلو سندرو مينه والو ته په يوه نوې بڼه راښکاره شي.

په پېښور کې نوميالی کيبور‌‌‌‌‌‌ډېسټ او ميوزک ارينجر ارشد علي، چې خپله سټو‌‌‌‌‌‌ډيو لري، وايي د سيمې تعليم يافته او په انلاين کيسو پوهه سندرغاړي او هنرمندان کولای شي د کورونا وبا په شپو ورځو کې خلکو ته د ساعتېري ښې موقعې په لاس ورکړي.

نوموړی البته وړانديز کوي چې د انلاين کنسرټ ګ‌‌‌‌‌‌ډونوال هنرمندان بايد د خپلو کورو پر ځای له بېلا بېلو سټو‌‌‌‌‌‌ډيوګانو په اړيکه کې شي چې ساز او اواز په لوړ کيفيت کې ثبت شي.

ځينو سندرغاړو د دې لپاره چې خلک له کورونا وايرسه د حفاظت لارې چارې عملي کړي، پر ټولنيزه میډیا ځانګړي پيغامونه، زمزمې او سندرې خپرې کړې دي.

له دوی يو سندرغاړی کرن خان دی. نوموړی د پښتو د انلاين کنسرټ له خبرې سره هم متفق دی او وايي چې په دغه برخه کې به د خپلو هنرمندانو ملګرو په مرسته ژر هلې ځلې پيل کړي.

نوموړی زياتوي، پښتانه سندرغاړي بايد د ځينو کسانو منفي تبصرې زړه ته وا نه چوي او د کورونا وبا په دې سختو حالاتو کې هم خپل هنري کارونه جاري وساتي.

د اپريل پر ۱۸مه د نړۍ شاوخوا ۱۰۰ هنرمندانو د "ون ورلډ" په نوم يو انلاين کنسرټ کې برخه اخيستې وه.

دا کنسرټ د صحت نړيوالې ادارې په مرسته او همکارۍ جوړ شوی وو او موخه يې عام خلک له کورونا وايرسه د حفاظت لارو چارو عملي کولو ته هڅول او د کورنا ناروغۍ پر وړاندې جنګېدونکيو د اول صف مبارزينو يانې ډاکټرانو او نرسانو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کول وو.