د افغانستان د خوست ولایت چارواکي وايي، څلور داسې کسان یې نیولي دي چې ماینونه به یې ښخول.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو دا کسان په لکڼو سیمه کې په داسې وخت کې نیولي چې ماین یې ښخولو.
هغه وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د وسله والو داسې ۱۵ ماینونه شنډ کړي دي چې هغوی پر لویو لارو ښخ کړي وو.
دا تر اوسه نه ده معلومه چې نیول شوي کسان په کومې وسله والې ډله پورې تړلي دي.