د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د غزني د اسلامي ثقافت پر مرکز د وسلهوالو طالبانو په حمله کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
وړاندې د غزني ملکي روغتون ريس ډاکتر باز محمد همت د دوشنبې ورځ ازادي راډیو ته وویل "د چاودنې له ځایه تر اوسه پورې د دوی روغتون ته د ۷ تنو مړي او ۲۵ ټپیان وروړل شوي دي."
افغان چارواکي وايي: "طالبانو د روژې میاشتې له پیله تر اوسه پر روغتون، جنازه، پر سرکاري ودانیو او ولسي سیمو د ډله ییزو ترهګرو بریدونو په کولو لسګونه هېوادوالو ته مرګژوبله اړولې.''
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او د افغان حکومت له لوري د جګړې د اعلان او د دوی په وینا په مختلفو ولایتونو کې په ملکي خلکو د بریدونو ځواب یې بللی دی.
دغه ډله ادعا کوي چې په دغې حمله کې د استخباراتو د ځانګړې '۰۶' قطعې او '۷۰۳' کنډک ګډ مرکز یې هدف ګرځولی او لسګونه کسانو تهیې مرګژوبله اړولې ده.
امنیتي چارواکو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
بلخوا د یکشنبې ورځې ناوخته مازدیګر د خوست د تریزو او علي شیرو ولسوالۍ په ښار ګوټي کې بمي چاودنه شوې، چې ۱ ولسي وګړی په کې وژل شوی او ۸ ولسي وګړي په کې ټپیان شوي دي.
نن د دوشنبې په ورځ د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډيو ته وویل، پدې پېښه کې ۲ پولیس هم برسیرن ټپیان شوي دي.
دی وايي، د چاودنې ټپیان د پولیسو لخوا په بیړه روغتونو ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.
پدې وروستیو کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د بمي چاودنو پيښې ډېرې شوي، چې ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.