د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی دی چې ښايي نوی کورونا وایرس هېڅکله ورک نشي او د اېډز ناروغۍ وایرس اېچ ای وي په څېر پراخ موجودیت ولري.
د ادارې د بیړنیو چارو مشر مایکل راین دا ارزونه پر داسې مهال کړې چې هېوادونه د ځپلو اقتصادونو د بیاپرانیستو او د ناروغۍ د دویمې څپې د مخنیوي ترمنځ د انډول ساتلو هڅې کوي.
نوموړي د مې پر ۱۳مه یوه انلاین پرلیکه خبري غونډې ته په وینا کې وویل، دا مهمه ده چې جوته شي چې دا وایرس ښايي هېڅکله ورک نشي.
دا هم وګورئ: نړیوالو مشرانو پر ډبلیو اېچ او د امریکايي پیسو بندول غندليده وویل، که واکسین جوړ هم شي، د وایرس کنټرول به د ډېرې لویې هڅې اړتیا ولري.
د روغتیا نړیوالې ادارې دې چارواکي د شري بېلګه ورکړه او ویې ویل چې واکسین یې شته، خو ناروغي نه ده ختمه شوې. همداراز، ده وویل، د اېچ ای وي علاجونه موندل شوي خو وایرس یې اوس هم خپرېږي.
راین دا خبرداری پر داسې وخت ورکړ چې په نړۍ کې د کووېډ – ۱۹ ناروغانو شمېر تر ۴۳ لاکه لوړ شوی چې ورڅخه یې ۳۰۰،۰۰۰ کسان مړه شوي دي. اروپايي ټولنې پرون د وایرس خپرېدو پر ګواښ سربېره په پړاوونو کې د غړو هېوادونو ترمنځ د تړلیو پولو پر بیاپرانیستو ټینګار وکړ.
خو په اروپا کې د پېښو، په روغتونونو کې د ناروغانو د بسترېدو او د مړینو کمېدو باوجود داسې اندېښنې دي چې ناروغۍ د نړۍ په ځینو نورو ځایونو کې منګولې ښخې کړې دي.
په روسیې او برازیل کې په تېزۍ پېښې په زیاتېدو دي او په چین کې د ناروغۍ د دویمې څپې خپرېدو اندېښنه پیدا شوې. په امریکا کې د عامه روغتیاپوهانو پر خبرداریو سربېره تر نیمايي زیاتو والیانو خپل ایالتونه بیا پرانیستي دي.