هنر په ژوند کې مثبت بدلون راوستي دي: اسما بي بي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سروې پروګرام کې مو دا ځل د صوابئ له اسما بي بي سره خبرې کړي دي. اسما بي‌بي د صوابئ پوهنتون یوه قابله زده کوونکی ده چې په سکالرشپ امریکا ته د زده کړو لپاره ورغلی ده. اسما بي بي وايي د پاکستان او امریکا د تعلیمي نظام کې یې ډیر فرق و لیدو. د هغې په خبره که څه هم د دې د لیدو صلاحیت ډېر کم دی،‌خو هلته د دې په شان زده کوونکو لپاره ډېر سهولتونه موجود دي.‌ اسما بي بي وايي هلته ورته ډېر هنرونه وښودل شول چې د دې په ژوند کې یې ډیر مثبت بدلونونه راوستل. اسما بي‌بي‌ وایي غواړي چې په راتلونکي کې د معزورانو د حقونو لپاره کارونه وکړي. ملیحې امیرزاده ورسره مرکه کړې ده.‌