د کورونا ناروغي ډېره سخته راباندې تېره شوه: منير اورکزی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی وايي د کورونا ناروغۍ له کبله له ډېرو سختو تېر شو. نوموړی زیاتوي، په پېښور کې ژوند کوي او هم هلته یې د کورونۍ ۲۹ غړي يوازې د يو هغه تن له وجې په دغه مرض اخته شول کوم چې به د دوی لپاره له بازاره سودا راوړه. اسرار عالم مومند ورسره خبرې کړې
د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی وايي د کورونا ناروغۍ له کبله له ډېرو سختو تېر شو. نوموړی زیاتوي، په پېښور کې ژوند کوي او هم هلته یې د کورونۍ ۲۹ غړي يوازې د يو هغه تن له وجې په دغه مرض اخته شول کوم چې به د دوی لپاره له بازاره سودا راوړه. نوموړي په پنځمه مۍ د مشال رېديو خبريال اسرار عالم مومند ته وويل چې نن يې د ناروغۍ شلمه ورځ ده او دا وخت په حيات اباد مډيکل کمپلکس کې د کورونا ناروغانو په څانګه کې دی: