د هندي فلمونو مشهور اداکار ۵۳ کلن عرفان خان نن د ممبۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه. هغه ته نیورو انډوکراین کینسر وو. دا د ناسور یو داسې قسم دی چې ډېرو کمو خلکو ته کیږي.
هغه د کولمو د زخم له وجې په روغتون کې داخل کړل شو.
پر ټولنیزو رسنیو د عرفان خان د مړینې خبر تر ټولو لومړی د هغه ملګري او د هندي فلمونو ډایریکټر شوجیت سرکار وکړ او وې وییل چې عرفان خان له خپلې ناروغۍ سره ډېر وجنګېد او دوی به یې تل یاد ساتي.له دغې وروسته ګڼو هنرمندانو د هغه پر مړینه خپګان ښودلی.
The charisma you brought to everything you did was pure magic. Your talent forged the way for so many in so many avenues.. You inspired so many of us. #IrrfanKhan you will truly be missed. Condolences to the family. pic.twitter.com/vjhd5aoFhc
— PRIYANKA (@priyankachopra) April 29, 2020
عرفان خان د ۱۰۰ نه په زیاتو فلمونو کې کار کړی دې چې پکې د هاليووډ فلمونه، لایف اف ا پای، جراسک ورلډ او انفرنو هم شامل دي. هغه په فلمونو لکه مقبول، لنچ باکس او پیکو کې زیات ښه کردارونه کړي دي دي. او په دې وروستیو کې یې هندي میډیم او انګریزي میډیم فلمونو کې هم مرکزي کردارونه ترسره کړي دي. انګریزي میډیم چې روان کال نندارې ته وړاندې شوی دی، د هغه د فلمي کیرییر اخری فلم ثابت شو. په 'هندي میډیم' فلم کې له هغه سره پاکستانۍ هنر مندې صبا قمر هم کار کړی دې.
عرفان خان د خپلې ناروغۍ په اړه د ۲۰۱۸ م کال په پنځمه نیټه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې کله نه کله ته د یو داسې خبر سره پاڅې چې ټول ژوند دې بدل شوی وي، او د ریښتیاو د کیسو په لټون کې ده ته هم یوه داسې ناروغي شوې ده چې په دنیا کې ډېرو کمو خلکو ته کیږي، خو دی به یې د خپلې کورنۍ او ملګرو په مرسته مقابله کوي. او د خپلو مینه والو نه یې د دعاګانو غوښتنه کړې وه.
له دغې وروسته عرفان خان د درملنې لپاره لندن ته هم لاړو او هلته یې یو کال تېر کړ، نوموړی تیر کال خپل وطن هند ته ستون شو. او له دغې وروسته یې په انګریزي میډیم فلم کې کار پېل کړ.
د عرفان خان مور هم د هغه د مرګ نه څو ورځې وړاندې په جی پور کې مړه شوه او د کورونا وبا له وجي په ټول هېواړ کې د ټول بند له امله یې د خپلې مور په اخري رسوماتو کې ګډون ونه کړای شو. او د دغې وروسته پخپله هم ناروغه شو. عرفان خان دوه ځامن وو. او ډېر ښه کرکټر هم وو. نړموړی وایي دی یو ډېر ښه کریکټر جوړیدای شو خو شوق یې له فلمونو سره وو.
پر ټولنیزو رسنیو هندي فلمي صنعت ګڼو ستورو او فلم جوړونکیو د هغه پر مړینه غمرازې ښودلې ده. امیتاب بچن لیکلي عرفان یو تکړه هنر مند وو او مړینې یې د ټولې نړۍ سنیما ته تاوان رسولی دې.((د عرفان خان د مړینې خبر مې تر لاسه کړ دا ډېر د خپاګان خبر دی،هغه یو ډېر تکړه هنر مند او ښه ملګری وو.نړیوالې سینما ته یې ډې ښه کار کړی او موږ یې ډېر زر پرېښودو، مرګ یې لوسه خلا پېدا کړه. دعاګانې))
T 3516 - .. just getting news of the passing of Irfaan Khan .. this is a most disturbing and sad news .. 🙏An incredible talent .. a gracious colleague .. a prolific contributor to the World of Cinema .. left us too soon .. creating a huge vacuum .. Prayers and duas 🙏
— Amitabh Bachchan (@SrBachchan) April 29, 2020
My friend...inspiration & the greatest actor of our times. Allah bless your soul Irrfan bhai...will miss you as much as cherish the fact that you were part of our lives. “पैमाना कहे है कोई, मैखाना कहे है दुनिया तेरी आँखों को भी, क्या क्या ना कहे है” Love u pic.twitter.com/yOVoCete4A
— Shah Rukh Khan (@iamsrk) April 29, 2020
د عرفان خان لومړی فلم هېلو ممبی وو چې په ۱۹۸۸ کال کې جوړ شوی وو او لومړنی فلم یې هټ شوی وو.له دغې وروسته یې په مقبول او نېم سېک فلمونو کې د هنرمندې تبو سره کار وکړ ، په مقبول فلم کې د عرفان خان کردار ته زیات مقبولیت ورکړای شو، او نوموړی وایي له دغې وروسته دی د یو هیرو په توګه ومنل شو. په خپلو ځینو مرکو کې نوموړي وییلي چې دی هغه کردارونه زیات خوښوي چې د ريښتوني ژوند کیسه پکې بیان شوي وي. عرفان خان ته په خپلو ځینو فلمونو لکه هندي میډیم،پان سنګ تومر،میټرو او ځینو نورو فلمونو جایزې هم ورکړل شوي دي.
د عرفان خان پوره نوم صاحبزاده عرفان علي خان وو، او د هند د راجستان په جی پور کې په یوې پښتنې شاهي کورنۍ کې په ۱۹۶۷ کال کې پېدا شوی وو. نوموړي په یو پروګرام کې وییلي وو چې له خپل نوم سره یې صاحبزاده لګول نه وو خوښ، نو ځکه یې فلمي نوم عرفان خان کېښودو. د هغه د پلار نوم یاسن علي خان وو، چې د ټایرونو کاروبار یې لرلو.
عرفان خان د هندي فلمي اداکار انوپم کیر په یو پروګرام کې ویلي وو چې پلار یې ډېرې ځمکې لرلې او اکثره به له پلار سره ځنګل ته ښکار له تللو خو د ځناورو ښکار به یې نه شو کولی.
نوموړی په دغه پروګرام کې وایي چې پلار راته وییل چې هنر ذده کړه وروسته به دې پکار شي.عرفان خان وایي د خوښې هنرمند یې دلیپ کمار وو او د هغه زیات فلمونه یې کتلي دي.
عرفان خان په خپله یوه مرکه کې وایي چې شکل يې دومره ښه نه او اکثره به یې دا فکر کاو چې ایا دی هیرو جوړیدای شي که نه خو چې کله به یې متن چکروتي په سکرین لیدو نو زړه به یې ښه شو چې دی به هم یوه ورځ فلمونو ته لاړ شي او داسې کار به وکړي چې خلک به پر دې مجبوره کړي چې کار یې خوښ کړي.