لېډي ریډنګ روغتون کې د کورونا وایرس ناروغانو نفسیاتي علاج پیل

پېښور کې د کورونا وایرس وهلیو لپاره ځایونه ځانګړي شوي

په پېښور کې د لېډي ریډنګ روغتون انتظامیه وايي، په کورونا وایرس د اخته کسانو رواني یا نفسیاتي درملنه یې هم پیل کړې ده.

د روغتون ویاند محمد عاصم د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د دې لپاره یې په روغتون کې یو ځانګړې څانګه پرانیستې ده.

ده وویل چې په دې څانګه کې نفسیاتپوه ډاکټران شپه او ورځ په کورونا وایرس د اخته کسانو علاج کوي.

د کورونا وایرس وبا په اړه په ځينو خلکو او ناروغانو کې وېره د هغوی پر نفسیاتي روغتیايي حالت هم اغېز لري.

د لېډي ریډنګ روغتون ویاند زیاتوي چې رواني درملنې پر ناروغاتو مثبت تاثیر کړی دی.