خوست والي وايي، د ناامنیو او کورونا وایرس ضد لا زیات اقدامات کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اپرېل پر ۲۱مه په خوست کې د والي پر کاروان بمي برید وشو چې محمد حلیم فدايي ورڅخه روغ ووت خو پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ژوبل شول. همداراز، په وروستیو کې په ولایت کې نورې امنیتي پېښې هم شوې دي. ورسره، د خوست چارواکي د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي په موخه هم بېلا بېل اقدامات کوي. مشال راډیو پر امنیت او د کورونا وایرس ناروغۍ پر وړاندې د ګامونو په اړه د خوست له والي سره ویډیويي مرکه کړې.