پاکستان له اماراتو خپل زرګونه ورستنوي

پاکستان وايي، خپل نور په زرګونو وګړي به هم له متحده عربي اماراتو ورستانه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایېه فاروقي د اپرېل پر ١٩مه وویل چې د خپلو وګړیو د ستنولو دېم پړاو به د اپریل له ۲۰ تر ۲۸ مې تر سره کوي. د نوموړې په وینا د دې لپاره یې د ۱۴ پروازونو انتظام کړی دی.

بلخوا په متحده عرب اماراتو کې له ۴۰۰۰۰ زیاتو پاکستانیانو د واپسۍ لپاره ځانونه له کونسلګرۍ سره رجسټر کړي دي.

متحده عرب اماراتو د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې کوم هېوادونه د کورونا وایرس د وبا پر مهال له دغه هېواده خپل وګړي ستانه نه کړي د هغو هېوادونو د مزدورانو په بیا راغوښتلو به له سره غور کوي.