چين کې اېسار پاکستانی زده کوونکی د مور لېدو لپاره ستنېدل غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چين په اوهان ښار کې اېسار پاکستانی زده کوونکی ميرحسن په دې تکل دی چې ژر تر ژره پاکستان ته ستون شي. کورونا وايرس لومړی په اوهان ښار کې پېدا شوی وو چې وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو. چين د وايرس د مخنيوي په لړ کې دا ښار تړلی وو چې له وجې يې هلته د ملينونو ځايي خلکو ترڅنګ سلګونو پاکستاني زده کوونکي هم اېسار پاته شوي ول. اوهان ښار اوس خلاص شوی دی. پاکستانی زدکوونکی ميرحسن يوازې د مور د لېدو لپاره پاکستان ته تلل غواړې. په دې اړه عبدالحي کاکړ د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ پښتو کړې ده.