خلیج پارس کې د امریکايي بېړیو پر لوري د ایرانیو کښتیو "خطرناک پرمختګونه"

امریکايي بحري پوځ ویلي د ایران دا کار غیر مسلکي وو

د امریکا بحري ځواک وايي، په خلیج پارس کې د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک ۱۱ کښتیو د امریکايي بېړیو لوري ته "خطرناک او وېروونکي پرمختګونه" کړي دي.

د امریکا بحري ځواک پر ټوېټر لیکلي دي چې د اپرېل ۱۵مې پېښو پر مهال امریکايي بېړیو په نړیوالو اوبو کې تمرینونه کول.

بیان وايي، د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک یوه کښتۍ، امریکايي کښتیو ته شاوخوا ۱۰ میټره نېږدې ورسېده او بله یې له بلې امریکايي کښتۍ شاوخوا ۵۰ میټره لرې ورغلله.

بیان وايي، امریکايي بېړیو د ټکر مخنیوي په موخه اقدامات وکړل. د امریکا بحري ځواک پر ایرانیو کښتیو د "نامحفوظه او غیر مسلکي چلند" تور پورې کړ.

بیان زیاتوي چې په پېښه کې څوک نه دي ژوبل شوي.

تر دې پېښې یوه ورځ مخکې، د اپرېل پر ۱۴مه، ناپېژانده وسله وال کسان له هرمز تنګي سره نېږدې د هانګ کانګ د تېلو ټانکر ته وروختل خو وروسته یې خوشې کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د اپرېل ۱۵مې پر ماخوستن فاکس نیوز ټېلېوېژن ته په مرکه کې وویل چې واشنګټن پېښه ارزوي او پر دې غور کوي چې د خپلې "ناخوښۍ" په اړه څنګه غبرګون وښيي. ایران لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي.