پروفېسر فخر الاسلام او لوڼو يې ولې شهرت وموند؟

پروفېسز ډاکټر فخرالاسلام، ډاکټر ثمره او ډاکټر ماه نور

څو ورځې وړاندې پر ټولنيزو رسنيو د يو پلار او د هغه ډاکټرانو لوڼو يو عکس خپور شو چې دا تصوير په ډېر لنډ وخت کې مشهوره شو.

د پېښور پوهنتون د سميزو مطالعاتو مرکز مشر پروفېسر ډاکټر فخرالاسلام د اپرېل پر اوومه نېټه د روغتیا نړيوالې ورځې په مناسبت له لوڼو سره په تصوير اخيستو او خپرولو د نړۍ هغو ډاکټرانو ته پېرزونې وړاندې کړې چې د کورونا وايرس د ناروغانو درملنه کوي. نوموړی هر سهار خپلې دواړه لوڼه هسپتالونو ته وړي چې هغوی هلته د ناروغانو علاج وکړای شي.

له ډاکټر فخرالاسلام، ډاکټره ثمره او ډاکټر ماه نور سره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پروفېسر فخرالسلام او ډاکټرې لوڼو يې ولې شهرت وموند؟